په هرات ولایت کې پوهنې ته دوه جرېبه ځمکه وقف شوه
د هرات ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي: د یاد ولایت زاول ولسوالۍ اړوند د عزیزآباد، باغدشت، مهاجرآباد، زوریآباد، بهبود خان، نصرتآباد، خواجه عرب، زورآباد، محمدآباد او رحیمآباد کلیو د معارف دوسته اوسېدونکو له لوري، د ۳۳۰ زره افغانیو په ارزښت یوه قطعه ځمکه پوهنې ته وقف شوه.
د دوى په وينا، د یادې ځمكې مساحت دوه جرېبه دى، چې د دوى په اړونده ولسوالۍ كې د ښوونځي د جوړېدو په موخه پوهنې برخې ته ځانګړې شوه.
د پوهنې وزارت مشرتابه د هرات ولایت زاول ولسوالۍ د علم پروره خلکو له مرستې مننه او هرکلی کوي.
