په هرات ولایت کې له پوهنې سره نږدې د نیم مېلیون افغانیو په لګښت مرسته شوې 

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۲:۳۶
21

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ علم پاله خلکو، د ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې پوهنې ریاست سره،  څه د پاسه ۴۳۲ زره افغانیو په اندازه مرسته کړې ده.
د یاد ولایت پوهنې ریاست چارواکو په وینا، په دې مرستو کې د لمریزې برېښنا سیسټمونو جوړول، د ژورو څاګانو کیندل، ودانیو ترمیم او ښوونځیو ته د درسي توکو چمتو کول شامل دي.
د پوهنې وزارت، د ښوونیز نظام د پلانونو او پروګرامونو لپاره د عامو خلکو له مرستو او ملاتړ څخه مننه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۱:۵۹
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د ځینو مهمو خبرونو لنډيز

ننګرهار
د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست له ۱۰۰۰ تنو راستنېدونکو زده‌کوونکو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
 ټاکل شوې ده چې یاد زده‌کوونکي د هغوی د تعلیمي کچې پر اساس په ښوونځیو کې شامل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۱:۴۹
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوې مدرسې لپاره د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند د «مصباح‌العلوم» دیني مدرسې لپاره د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټم نصب او فعال شو.
د سروبي ولسوالۍ پوهنې مسئول په دې هکله وویل چې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۱:۳۵
Background image

لغمان ولایت کې د ۹ بابه ښوونځیو بیارغونه د څه باندې ۱۹ مېلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

د لغمان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، په دې وروستیو کې د یاد ولایت د دولت‌شاه، قرغه‌یي، الیشنګ ولسوالیو او مهترلام ښار په اړوندو کې (۹) بابه ښوونځي د پوهنې یوه همکار بنسټ په ملاتړ، د. . .

BACK TO NEWS