په هرات ولایت کې د یو ښوونځي لپاره د ۱.۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۵۲۵ مېزونو-څوکیو مرسته وشوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۰:۱۵
سبیس

یوې مرستندویه ادارې، د هرات ولایت مرکز اړوند د اسلامي انقلاب عالي لېسې لپاره د ۱.۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۵۲۵ دوه نفره مېزونو - څوکیو مرسته وکړه. د یاد ولايت پوهنې مسئولينو له ملاتړو ادارو څخه د مننې په ترڅ کې زياته کړه: د دغو مېزونو - څوکيو په مرسته به د همدغه ښوونځي د زده کوونکو ډېری ستونزې هوارې شي. دوی وویل، چې د پوهنې وزارت رهبري په دوامداره توګه هڅه کوي، تر څو د ښوونځیو ټولې ستونزې په ځانګړې توګه د زده کوونکو لپاره د تدریسي موادو اړتیاوې پوره کړي. د يادې لېسې مسئولينو او زده کوونکو هم خوښي وښوده، چې ښوونځی یې په مېزونو -څوکيو سمبال شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS