په نیمروز ولایت کې یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ و پېرل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۵۷
45

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار کلوخک کلي اړوند د اخترمحمد خان لومړني ښوونځي لپاره یوه ودانۍ د یاد ولایت یو تن علم‌پرور شخصیت محترم الحاج نظیراحمد نورزاد له لوري وپېرل شوه.
پورته ذکر شوې ودانۍ له اساسي بیارغونې، درسي موادو او اړینو تدریسي وسایلو له برابرولو وروسته، د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د نیمروز ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي ګل احمد حقاني په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس په خپلو خبرو کې د نوموړي علم‌پرور شخصیت دغه نېک اقدام وستایه او زیاته یې کړه، چې پوهنې ته د دغې ودانۍ په ډالۍ کولو سره د سیمې سلګونو ماشومانو ته مناسب تعلیمي چاپېریال  برابر شو.
د یادونې وړ ده، د ښوونځي دغه ودانۍ د ۱۵ لکه افغانیو په لګښت پېرودل شوې، چې ۸ درسي ټولګي، یوه اداري خونه او نورې اړینې اسانتیاوې لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۲۵
Background image

په لوګر کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ جوړه شوه

د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ نیازي‌اباد کلي اړوند نعمانیه دیني مدرسې لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته چمتو شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د اوسېدونکو په مالي مرسته، د ۱.۸ میلیونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۲۱
Background image

د بغلان ولایت پوهنې ریاست لپاره د څښاک پاکو اوبو یو څاه وکیندل شو

د بغلان ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د یاد ریاست له بهرنۍ دېوال سره څېرمه د ۵۰ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۶
Background image

په کونړ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د کونړ ولایت د وټه‌پور ولسوالۍ دونګل لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یادې ودانۍ جوړولو چارې د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ، د شاوخوا ۴.۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل او. . .

BACK TO NEWS