په نیمروز ولایت کې د کیمیا او بیولوژي مضمونونو لابرانټ ښوونکو لپاره ورکشاپ جوړ شو
د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند په فرخي لېسه کې د کیمیا او بیولوژي مضمونونو لابرانټ ښوونکو لپاره شپږ ورځنی مېتودیکي ورکشاپ جوړ شو، چې په کې د پوهنې مسئولین او د ساینس مرکز علمي غړو هم ګډون درلود.
مسئولینو د یاد ورکشاپ موخه، د ښوونکو مسلکي کول او هغوی د لابراتواري وسایلو، موادو او د کیمیا او بیولوژي مضمونو په برخه کې د عملي تجربو سره بلدتیا ښودل وبلل.
په دې ورکشاپ کې د مرکز ښار د کیمیا او بیولوژي مضمونونو ۳۵ تنو ښوونکو ګډون وکړ، چې د ساینس مرکز علمي غړو له خوا ورته روزنه ورکړل شوه.
