په نورستان ولایت د دینی مدارسو لپاره د لیلیو ظرفیت له ۵۰ څخه ۲۰۰ تنو ته لوړ شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۴:۴۱
54

د پوهنې وزارت له لوري د نورستان ولایت په ټولو ولسوالیو کې د ۵۰ کسیزه لیلیو ظرفیت ۲۰۰ تنو ته لوړ شوی او د لېرې پرتو سیمو د زده‌کوونکو لپاره اړینې د اوسېدنې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي تاج محمد مطمئن، په وینا د لیلیو د پراختیا عملي کار پیل شوی، چې د ظرفیت په لوړولو سره یې د زده‌کوونکو، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې له لېرې سیمو څخه راځي، د زده‌کړو فرصتونه برابر شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۳
Background image

د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د مرکزي زون د مسلکي پراختیا له غړو سره وکتل

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د مرکزي زون د ښوونکو د مسلکي پراختیا له غړو او اړوندو مسوولینو سره وکتل.
په ياده لیدنه کې د تدریسي چارو، ښوونیز وضعیت، روزنیزو برنامو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۱
Background image

په نیمروز کې د مسلکي وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ روزنیزه برنامه د ۴۵ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو په ګډون پیل شوه.
د دغې برنامې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

په دایکنډي کې د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د دایکنډي ولایت په مرکز، نیلي ښار کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ روزنیزه برنامه د ۵۶ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ۲۶ تنو ښوونکو په ګډون پیل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS