په ننګرهار کې د ماشومانو د حقونو نړیوال کنوانسیون دېرشمه کلیزه ونمانځل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۸ - ۱۴:۵
په ننګرهار کې د ماشومانو د حقونو نړیوال کنوانسیون دېرشمه کلیزه ونمانځل شوه

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست او یونیسبف له لوري د ماشومانو د حقونو نړیوال کنوانسیون دېرشمه کلیزه د یوې ځانګړې غونډې په لړ کې د ننګرهار په عالی لیسه کې ونمانځل شوه.
د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري د خپلې وینا پر مهال وویل چې زموږ په ټولنه کې لا هم د ځینو کورنیو له خوا کوچنیان رټل کېږي او ان کله کله له فزیکي چلند سره مخ کېږي، چې دا کار د ماشوم په رواني حالت بده اغېزه ښندي.
ښاغلي شینواري پر کورنیو او والدینو غږ وکړ چې پر خپلو کوچنیانو دې تشدد او زور زیاتی نه کوي او د مینې په فضا کې دې سالمه روزنه ورکړي.
ورپسې د یونیسیف د تعلیمې برخې مسوولې انیتا حیدري او عزیز نور هم د ماشومانو په ښې روزنې او پالنې ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغان ماشومان په روان جګړه ییز حالت کې ذهني سکون ته اړتیا لري چې دا کار والدین، ښوونکي او روزنیز مرکزونه ترسره کولای شي.
ددې کلیزې د نمانځنې په موخه کوچنیانو ته د تفریح لپاره د کرکټ لوبه هم جوړه شوې وه او پر دې سربېره یوه تمثیلي ټوټه هم وړاندې شوه چې خلکو ته یې پر ماشومانو د تشدد او وهلو ټکولو پر مخنیوي ټینګار کاوه.
د ماشوم حقونو نړیوال کنوانسیون هغه سند دی، چې د ماشومانو د ښوونیزو، ټولنیز، سیاسي، اقتصادي، روغتیایي او کلتوري حقوق ټاکي.
دغه کنوانسیون د ۱۸ کلن نه د ټیټ عمر انسان د «ماشوم» نومولی.
د ماشومانو د حقونو کنوانسیون چې د ماشومانو د حقونو اړوند ۵۴ مادې لري په کال ۱۹۸۹ کې د ملګرو ملتونو غړو هیوادونو له خوا لاسلیک شو او ټول هغه هیوادونه چې دغه کنوانسیون یې لاسلیک کړی، ددې د تطبیق مکلفیت لري.
افغانستان په کال ۱۹۹۴ کې دغه کنوانسیون لاسلیک کړ او رسما یې په تطبیق کې غړی هیواد شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS