په ننګرهار ولایت کې د ۲.۷ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړه شوه
د یو خیریه بنسټ لخوا، د ننګرهار ولایت هسکې مینې ولسوالۍ د غلني لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، د ۲.۷ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه او د پوهنې چارواکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ یوه اداري خونه، اته درسي ټولګي، انګړ، تشنابونه او نورې اړینې اسانتیاوې لري.
د یادې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې، د ننګرهار ولایت پوهنې رئیس شیخ محمد شریف حلیمي د مرستندویه بنسټ له چارواکو څخه مننه وکړه او له سیمه ییزو اوسېدونکو یې وغوښتل چې خپل ماشومان د زدهکړې ترلاسه کولو لپاره مدارسو او ښوونځیو ته واستوي.
