په ننګرهار ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ کېښودل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۱۶
4524

د ننګرهار ولایت مهمنددرې ولسوالۍ اړوند منګل لومړني ښوونځي لپاره د څلور بسوې ځمکې په ساحه کې د ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د یو خیریه بنسټ په مالي ملاتړ په اساسي او پاخه ډول جوړیږي، ۷درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، ۴ تشنابونه او نورې تعلیمي اسانتیاوې به ولري، چې په جوړېدو سره به له ۱۲۰۰ تنو څخه زیاتو زده‌کوونکو ته مناسب تعلیمي چاپېریال برابر شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ښار د ښوونځیو له مدیرانو سره علمي او مسلکي ناسته ترسره شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا د ښوونیزو چارو لا ښه تنظیم، د تعلیم کیفیت لوړولو، اداري چارو د پیاوړتیا او د ښوونځیو د مدیریت د اغېزمنتیا زیاتولو په موخه، د ښار د ۱۶ ګونو ښوونیزو ناحیو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې پروګرام پلی شو

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست اړوندو ۵۲ تنو اداري کارکوونکو لپاره د ادارې او مدیریت په برخه کې درې ورځنی علمي او روزنیز سیمینار پیل شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي الحاج عبدالحق حقاني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د دیني مدارسو له بې‌سرپرسته زده‌کوونکو سره د جامو مرسته وشوه

د یوې خیریه ادارې له لوري د لوګر ولایت د دیني مدارسو ۳۰ تنو بې‌سرپرسته او بې‌وزله زده‌کوونکو ته د جامو مرسته ووېشل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د مرستې په دې کڅوړو کې، چې. . .

BACK TO NEWS