په ننګرهار ولایت کې د یو باب دیني مدرسې جوړولو لپاره یو جرېب ځمکه وقف شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱۴
قثفا

د سیمې د متدینو خلکو لخوا، د ننګرهار ولایت ګوشتې ولسوالۍ په ارخي کلي کې د دار الحفاظ لپاره یو جرېب ځمکه وقف شوه.
د دغې ځمکې د سپارلو په مراسمو کې پوهنې چارواکو، د دارالحفاظ او سیمه‌ییزو ادارو استازو، علماءکرامو او قومي مشرانو ګډون درلود.
په ورته وخت کې د همدغې ولسوالۍ معارف دوسته ملي سوداګرو ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به په یاده ځمکه کې د یوې درسي خونې جوړول پیل کړي.
د هیواد د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې مینه‌والو له دغه ارزښتناک اقدام ستاینه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د ښوونځیو مسئولینو ته درې ورځنی سیمینار ترسره شو

د نیمروز ولایت دلارام ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو ته د «اغېزمنې زده کړې او ښوونې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یادې ولسوالۍ پوهنې مسئولین وایي، دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت په ښوونځیو کې مستحقو کارکوونکو ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې

یوې خیریه ادارې په سرپل ولایت کې د ښوونځیو ۴۰۰ تنو مستحقو کارکوونکو، ښوونکو او خدمتي کارکوونکو ته د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د خوراکي توکو کڅوړې ووېشلې.
د یادو مرستو د وېش مراسمو په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۰
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین علمي اثر چاپ او خپور شو

د سترې محکمې د پخواني مرستیال او د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې اوسني معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني لخوا «د کورني نظام لارښود او د مېړه او مېرمنې د بېلتون احکام» تر سرلیک لاندې علمي. . .

BACK TO NEWS