په ننګرهار ولایت کې د خلکو په شخصي مرسته يو شمېر پروژې بشپړې شوې
د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ اړوند د شهید ظابط دروېش دیني مدرسې لپاره د ۳۲زره ۲۵۰ افغانیو په ارزښت مرسته وشوه، چې په پام کې ده د یادې مدرسې د تجهیزاتو او ترمیم په برخه کې ترې ګټه واخيستل شي. همدارنګه د يادې ولسوالۍ د نسوان کنډي باغ د ښځينه وو د ښوونځي په بيارغونه کې د دغه لېسې مسئولينو فعاله ونډه اخيستې او ياد ښوونځی يې په خپل شخصي لګښت بياځلې رغولی دی. د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولايت کوټ ولسوالۍد آمريت اړوند د ٣٠ مترو په اوږدوالي د احاطوي دېوال او د ياد آمريت د ودانۍ د بيارغونې چارې چې په ټوليزه توګه ٣٥ زره افغانۍ لګښت پرې راغلى، د ياد ولايت د علم پاله خلکو په مرسته بشپړې شوې. د ياد ولایت د پوهنې مسئولينو په داسې حال کې چې د دغه ولایت د اوسېدونکو له مرستو يې مننه وکړه، له نورو شتمنو هېوادوالو څخه وغوښتل، تر څو د یوه حساب ورکوونکي ښوونیز نظام د پیاوړتیا په برخه کې خپلې هڅې لاپسې ګړندۍ کړي.
