په میدان وردگو کې د نجونو او هلکانو یو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه
پوهنې وزارت- میدان وردګ: د میدان وردگو بهسودو لومړي حصې ولسوالۍ د دهن آبدرې د نجونو او هلکانو د لومړني ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ښوونځي نوې ودانۍ د کلیو، بیارغاونې او پراختیا وزارت د اقراء پروګرام له لارې دیو کال په موده کې په پاخه او اساسي ډول د 4 میلیونه او 500 زره افغانیو په مجموعی لګښت جوړه شوې ده.
دغه ښوونځی ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د پاکو اوبو څاه او ۳ تشنابونه لري، چې په یوه وخت کې د ۲۰۰ زده کوونکو د ځایولو وړتیا لري.
د میدان وردګو پوهنې رییس محمد سعید منصور د یادې ښوونځي د ودانۍ پر جوړېدو خوښي څرګندوي او یاده یې کړه: چې د دغه ښوونځي په جوړېدو سره په دوو وختونو کې ۴۰۰ نجونو او هلکانو ته د زده کړو لازم ښوونیز چاپیریال برابر شي.
