په میدان وردګ کې د تېرو شپږو میاشتو پرمهال له ۳۱ بابه ښوونځیو سره څه د باندې ۹.۴ میلیونه افغانۍ ولسي مرستې شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۱:۴۲
498

په تېرو شپږو میاشتو کې د میدان وردګ ولایت د جغتو، جلرېز، چک، دایمیرداد، مرکز بهسود، لومړۍ حصې بهسود، سیدآباد او مرکز اړوند ۳۱ بابه ښوونځیو سره د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې د سیمې د خلکو او ښوونیزو شوراګانو له لوري د ۹ میلیونه ۴۶۶ زره او ۵۶۷ افغانیو په ارزښت نغدي او غیرنغدي مرستې شوې دي.
د پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، یادې مرستې د ښوونځیو د بېلابېلو اړتیاوو پوره کولو، د ښوونیز چاپېریال د ښه والي او زده‌کوونکو ته د مناسبو ښوونیزو اسانتیاوو برابرولو په موخه ترسره شوې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۳۹
Background image

په غزني کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ روضة المدارس منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د اوسېدونکو په ګډون د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۳۶
Background image

په دایکندي کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د دایکندي ولایت شهرستان ولسوالۍ اړوند سرنګاه لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د شاوخوا ۴ میلیونه افغانیو په لګښت کېښودل شوه.
یاده ودانۍ به د سیمې د اوسېدونکو په مالي همکارۍ،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۳۴
Background image

په بغلان کې د تقویتي ټولګیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د زده‌کړې بهیر د پیاوړتیا او زده‌کوونکو ته د غوره ښوونيزو فرصتونو برابرولو په موخه، د بغلان ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې د ۱۸۵ جبراني ټولګیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د قرطاسیې کڅوړې. . .

BACK TO NEWS