په میدان وردګ ولایت کې د ښوونیزو بنسټونو مسئولینو لپاره د وړتیا لوړونې سیمینار پرانیستل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۱:۲۸
fda

د میدان وردګ ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونیزو بنسټونو ۵۰۰ تنو مسئولینو لپاره د ارقامو او احصائیوي معلوماتو راټولولو په برخه کې د هغوی د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، روزنیز سیمینار رسما پیل شو.

ياد پروګرام د پوهنې وزارت د احصائيې رياست له خوا د دغه رياست د رئیس مولوي بسم الله نعماني په مشرۍ او د میدان وردګ ولايت پوهنې رئيس مولوي محمد عثمان حريت په ګډون پرانیستل شو.

په پیل کې د یاد ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د احصائیې ریاست پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د کارکوونکو د مسلکي کولو او د هغوی وړتیاوو لوړولو په برخه کې د سیمینارونو پر اهمیت او مؤثریت تفصیلي خبرې وکړې.

په ورته مهال د پوهنې وزارت د احصائیې رئیس مولوي بسم الله نعماني، میدان وردګ ولایت ته د دغه پلاوي د سفر د موخې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د یاد مسلکي سیمینار اساسي موخه، د همدغه ولایت د ښوونیزو بنسټونو اړوندو کارکوونکو د وړتیاوو لوړول دي.

نوموړي زیاته کړه، دغه پروګرام په یو وخت د میدان وردګ ولایت په ټولو ولسوالیو کې په لاره اچول شوی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS