په میدان وردګ ولایت کې د ښوونځیو بیارغونې لپاره له ۲.۵ مېلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته وشوه
د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست چارواکو راپور ورکړ چې د روان کال په وږي میاشت کې، د یاد ولایت اوسېدونکو په ټولیزه توګه ۲مېلیونه۵۵۳ زره۵۹۲ افغانۍ مرسته کړې ده.
د میدانوردګ ولایت پوهنې رهبري وویل چې د پیسو دغه اندازه د ۳۴ بابه ښوونځیو په بیارغونه او تجهیزاتو کې مصرف شوې.
همدارنګه هغوی زیاته کړه چې د روان کال له پیل راهیسې، د میدان وردګ ولایت اوسېدونکو، د پوهنې شوراګانو په همکارۍ، له ښوونیز نظام سره په ټولیزه توګه ۱۳.۴ مېلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.
د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد د خلکو، له مادي او معنوي ملاتړ څخه مننه کوي.
