په لوګر کې یو ښوونځۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د حاجي شیر محمد کوچي لومړني ښوونځي ودانۍ تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاد ښوونځۍ د پوهنې ریاست د غوښتنې له مخې په پاخه او اساسي ډول په یوه پوړ کې د اقراء پروګرام له لارې جوړ شوی دی.
دغه ښوونځۍ شپږ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د اوبو څاه له لاسي بمبې سره او درې تشابونه لري،چې په یوه وخت کې ۳۰۰ زده کوونکي په کې زده کړې کولای شي.
نوموړي ښوونځي پخوا ودانۍ نه درلوده، زده کوونکو په یوه شخصي کور کې زده کړې کولې، چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره د دغه ښوونځي د زده کوونکو د سرپناه ستونزه هواره شوه.
د حاجي شیر محمد کوچي د نجونو او هلکانو لومړنۍ ښوونځۍ نهه کاله وړاندې تأسیس شوی دی، چې دا مهال د ۱۲۹ نجونو په ګډون ۳۲۰ زده کوونکي لري.
د یادونې وړده، چې له دې مخکې په لوګر کې د اقراء پروګرام له لارې د پنځو ښوونځیو نوې جوړې شوې ودانۍ او د شپږ نورو ښوونځیو اړین ملحقات ګټې اخیستنې ته سپارل شوې د
