په لوګر کې د ۲ ښوونځیو ودانۍ او د ۶ ښوونځیو د اوبو څاه ګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۱ - ۱۱:۲۲
په لوګر کې د ۲ ښوونځیو ودانۍ او د ۶ ښوونځیو د اوبو څاه ګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د ۲ ښوونځیو نوې ودانۍ او د ۶ نورو ښوونځیو د پاکو اوبو څاه ګانې ګټې اخیستې ته وسپارل شول.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې والي عبدالقیوم رحیمي، د پوهنې رئیس سید عزیز احمد هاشمي، د کلیو، بیارغاونې او پراختیا رئیس انجینر اصغر ځاځي، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو برخه اخیستې وه.

یاد ښوونځي او د اوبو څاه ګانې د کلیو، بیارغاونې او پراختیا وزارت د اقراء پروګرام له لارې د ۱۹،۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې دي.

په جوړ شویو ښوونځیو کې د خواجه لغوي او پاینده خیلو د نجونو او هلکانو د ښوونځيو ودانۍ او د ۶ نورو ښوونځیو د پاکو اوبو ژورې څاه ګانې شامل دي.

د نوموړو ښوونځیو د ودانیو په جوړېدو سره ۸ سوه زده کوونکو ته د زده کړو لازم ښوونیز چاپیریال برابر شو او هم د اوبو څاه ګانو په جوړولو سره د ۳ زره زده کوونکو د څښاک د پاکو اوبو ستونزه حل شوه.

د لوګر د پوهنې په برخه کې د اقراء پروګرام ۱۱۱ پروژې شته، چې په دغو پروژو کې د ۶۸ ښوونځیو ودانۍ او د ۴۳ نورو ښوونځیو اړین ملحقات جوړول شامل دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS