په لوګر کې د ۲۷ ښوونځیو ۶۵ ښوونکي وروزل شول
په لوګر ولایت کې د هلکانو د ۲۷ ښوونځیو ۶۵ نارینه ښوونکو ته په عملي بڼه د تجربوي زده کړو روزنه ورکړل شوه.
د يادې روزنې د پاى په مراسمو کې، چې د حضرت عمر فاروق (رض)د هلکانو په لېسه کې جوړه شوې وه د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز، تدریسي مرستیال مولوي عبیدالله هشام، د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مدیر ښوونمل قاري محمد یعقوب اورمړ او روزل شوېو ښوونکو برخه اخیستې وه.
دا ۱۰ ورځنۍ روزنه، د پوهنې ریاست د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مدیریت د ښوونکو د علمي او مسلکي سویې د لوړولو په مؤخه ور کړې ده.
په یاده روزنیزه دوره کې ښوونکو ته د ساینسي او ریاضي مضمونونو د لابراتواري تجربو په تړاو تجربوي زده کړې ورکړل شوې دي.
د لوګر د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز د نوموړو ښوونکو په فراغت غونډه کې وویل، چې د ساینسي او ریاضي مضمونونو د ښوونکو د علمي او مسلکي سویې د لوړولو لپاره یې د تجربوي زده کړو روزنیز پروګرامونه ترتيب کړي دي.
هغه زیاته کړه،چې د نوموړو روزنیزو پروګرامونو له لارې تر اوسه یاد ۶۵ ښوونکي روزل شوي او په راتلونکي کې به ۲۳۵ نور ښوونکي هم وروزل شي.
د پوهنې رئیس له روزل شوېو ښوونکو څخه غوښتنه وکړه،چې د ساینسي او ریاضي مضمونونو زده کړي لابراتواري تجربې له زده کوونکو سره هم شريکې کړي.
د یادونې وړده،چې په لوګر کې له دې مخکې هم ۶۰۰ نور نارینه او ښځینه ښوونکي د ظرفیتونو لوړولو په برخه کې روزل شوي دي.
