په لوګر کې د ښوونکي نړېواله ورځ په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۴ - ۱۰:۰
په لوګر کې د ښوونکي نړېواله ورځ په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه

د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر ولایت د پوهنې ریاست لخوا د ښوونکي نړېواله ورځ په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه.

د یادې ورځې د لمانځلو په مراسمو کې مرستیالې والي رابعې ستانکزی، د ولایتي شورا غړي الحاج سید قریب الله سادات، د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي، د دولتي ادارو رئیسانو، د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمرانو، د دولتي او خصوصي ښوونځیو آمرانو، سرښوونکو ، ښوونکو او یو شمېر زده کوونکو برخه اخیستې وه.

په یاده غونډه کې د پوهنې سرپرست رئیس نثاراحمد سیدي له لوري د پوهنې نوماندې او سرپرستې وزیرې آغلې رنګینې حمیدي را لېږل شوی پیغام ولوستل شو.

د لوګر مرستیالې والي رابعې ستانکزی د ښوونکي د ورځې د نمانځلو په مراسمو کې ټولو ښوونکو ته د ښوونکي ورځ مبارکي وویله او هم یې د ښوونکو هڅې وستایلې.

همدارنګه د نارینه ښوونکو په استازیتوب د حضرت عمر فاروق(رض) لېسې آمر لطف الله ستانکزي، د ښځینه ښوونکو په استازیتوب د بې بې آمنې د نجونو لېسې آمرې نفیسې بها او د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې په استازیتوب مولوي محمد شفیق منیب هم ویناوې وکړې.

هغوی په خپلو ویناوو کې ټولو ښوونکو ته د ښوونکي د ورځې مبارکي وویله او هم یې د ښوونکو ستونزې او غوښتنې بیان کړې.

د غونډې په پای کې یو شمېر نارینه او ښځینه غوره ښوونکي د پوهنې وزارت، ولایت مقام، ولایتي شورا او پوهنې ریاست په تقدیرنامو او تحسین نامو وستایل شول.

په لوګر کې دا مهال ۳۶۰۳ ښوونکي پر دندو بوخت دي، چې له دې ډلې شاوخوا ۷۰۰ یې ښځینه ښوونکې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۲۰:۲۰
Background image

د ډاډګيرنۍ پيغام

په ډيرې خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د تعليمي نصاب او د ښوونکو د روزنې پخواني معين او د پوهنې وزارت  پخواني مشاور پروفيسور اسدالله محقق جهاني، د ورپيښې ناروغۍ له امله روح حق ته وسپاره.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د ډاډګيرنې پيغام

په خورا خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د معارف کورنۍ علمي شخصيت شووندي صدرالدين اشرفي، د ورپيښې ناروغۍ له امله د تل لپاره خپله لار بيله کړه  او په ابدي سفر ولاړ.

( انا الله و انا اليه. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۶ - ۹:۲
Background image

د ډاډګيرنې پيغام

په خورا خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د هيواد پياوړې ښوونکې آغلې پروين عظيمي د ورپيښې ناروغۍ له امله روح حق ته وسپاره.

إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ

ميرمن عظيمي د دري. . .

BACK TO NEWS