په لوګر کې د ښوونکي نړیواله ورځ ولمانځل شوه
د پوهنې وزارت_لوګر: په لوګر ولایت کې د میزان ۱۳مه، چې د ښوونکي له نړیوالې ورځې سره برابره ده د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
د یادې ورځې د نمانځلو په مراسمو کې مرستیال والي تورن جنرال محمد نبي احمدزي، د ولایتي شورا مرستیال محمد قسیم صدیقي خوشیوال، د ولایتي شورا غړي الحاج قریب الله سادات،د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال، د ښځو چارو رئیسه شیما زرګر، د دولتي ریاستونو رئیسانو، د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمرانو او سلګونو نارینه او ښځینه برخه اخیستې وه.
غونډې ته لومړی د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د پوهنې وزیر محمد میرویس بلخي را لېږل شوی پیغام ولوست، چې د پوهنې وزیر د هېواد ټولو ښوونکو ته د دې ورځې مبارکي ویلې ده.
وروسته د پوهنې رئیس د تېرو اوو میاشتو خپل کاري راپور د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړ، چې د غونډې برخه والو د پوهنې رئیس فعالیتونه وستایل.
ورپسې د نارینه ښوونکو په استازیتوب د حضرت عمر فاروق(رض) د هلکانو لېسې آمر لطف الله ستانکزي او د ښځینه ښوونکو په استازیتوب د بي بي آمنې د نجونو لېسې آمرې نفسې بها خبرې وکړې.
هغوی دواړو په خپلو کې د ښوونکو یو شمېر ستونزې بیان کړې ،چې د پوهنې وزارت له چارواکو د شته ستونزو د حلولو غوښتونکي شول.
ورپسې د ولایتي شورا مرستیال محمد قسیم صدیقي خوشیوال، مرستیال والي تورن جنرال محمد نبي احمدزي خبرې وکړې، چې دوی دواړو په خپلو ویناوو کې د لوګر ټولو ښوونکو ته د دې ویاړلي ورځې مبارکي ورکړه.
په دې غونډه کې د حضرت عمر فاروق(رض) د هلکانو او د بي بي آمنې د نجونو لېسو زده کوونکو له خوا د ښوونکي ورځ په درناوي ترانې او مقالې هم وویل شوې.
د غونډې په پای کې د ۸۰ ښځینه ښوونکو په ګډون ۳۰۰ ښوونکي د ولسمشر، اجرائیه ریاست، پوهنې وزارت، ولایت مقام او ولایتي شورا په رالېږل شویو ستاینلیکونو وستایل شول.
