په لوګر کې د سامع زده کوونکو کلنۍ ازموینې پیل شوې
په لوګر کې د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې د سامع زده کوونکو کلنۍ ازموینې په رسمي ډول پیل شوې.
د یادو ازموینو د پیل په مراسمو کې د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز، تدریسي مرستیال مولوي عبیدالله هشام، د اسلامي زده کړو مرستیال صدیق الله عزیزي، د نظارت آمر عنایت الله خالد، د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ آمر محمد یعقوب اورمړ او د ازموینو ګډونوالو برخه اخیستې وه.
د لوګر د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز د یادو ازموینو د پیل په مراسمو کې، د ازموینې له ګډونوالو د ازموینو د ښه نظم ساتلو او د ازموینو له مؤظفې کمېټې څخه یې د ازموینې د روڼتیا غوښتنه وکړه.
د دې ازموینې د اخیستلو بهیر د پوهنې وزارت د نوې را لېږل شوې کړنلارې له مخې پیل شو،چې پنځلس ورځې به دوام وکړي.
په یاده ازموینه کې په شرایطو برابر شاوخوا ۶۵ زده کوونکو برخه اخیستې وه، چې له اووم ټولګي څخه نیولې تر دولسم ټولګي پورې سامع او هغه مجاهد زده کوونکي شامل دي، چې د امنیتي ستونزو له امله محروم پېژندل شوې وو.
سامع ازموینې له هغو زده کوونکو څخه اخیستل کېږي، چې هر کال د عمر د ډېروالي، د اقتصادي او نورو ستونزو له امله خپلو زده کړو ته دوام نه شي ورکولی، د تعلیمي کال د پیل په لومړیو کې یې ځانونه له ښوونځيو څخه منفک او بیا د تعلیمي کال په پای کې دغه ازموینې ترې اخیستل کېږي.
