په لوګر ولایت کې ۶۶ بابه نوي دیني مدارس پرانيستل شول.
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست په وړاندیز او د پوهنې وزارت په منظورۍ، په لوګر ولایت کې ۶۶ بابه نوي ديني مدارس پرانيستل شول.
د پوهنې مسئولينو د معلوماتو له مخې، په يادو مدارسو کې ټول ټال ٥٨٣٣ هلکان او ١٥٤٣ نجونې په ديني زده کړو بوختې دي، چې د ٢٤٧ نارينه او ښځينه ښوونکو له لوري ورته تدريس کيږي.
