په لوګر ولایت کې یو شمیر ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۱ - ۱۰:۳۰
په لوګر ولایت کې یو شمیر ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار

د ښه تدریس او د ښوونکو د علمي ظرفیت لوړولو په هدف، د لوګر ولایت کتب خیلو د هلکانو عالی لیسې د ساینسی مضامینو یو شمیر ښوونکو ته سیمینار ورکړل شو.

دا سیمینار د لوګر د پوهنې ریاست په لارښوونه او د ساینس او ​​تعلیمي ټیکنالوژۍ د مدیریت غړو او کارمندانو په همکارۍ رامینځته شوی.

د لوګر د پوهنې رياست مشرتابه د خپلو ښوونکو د ظرفيتونو کچې د لوړولو لپاره پراخې هڅې پيل کړي چي د دې برنامو په جوړولو سره به د ښوونکو او‌کارمندانو د تعلیمی ظرفیت کچه لوړه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۲
Background image

د کابل ښار په ۱۰ ښوونیزو مرکزونو کې د ساینس ټولګیو ازمایښتي پړاو پلی کېږي

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز، د ساینسي زده‌کړو د پیاوړتیا د نوې ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې او د ساینس مضمون د عملي او اغېزمن تدریس لا جذابیت په موخه، د کابل ښار په ۱۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۰
Background image

په هرات کې له یوې لېسې سره د څه کم ۵۰۰ زره افغانیو مرسته شوې

د هرات ولایت مرکز اړوند شیرین عظیم لېسې د تعلیمي وضعیت لاښه والي په موخه، د پوهنې‌دوستو کسانو او د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا غړو له لوري ۴۷۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
پورته ذکر شوې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس غزني ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس محترم مولوي محمدرحیم ایوب له خپل مل پلاوي سره غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره د نویو ښوونکو د ګمارنې لارښود د پلي کېدو د. . .

BACK TO NEWS