په لوګر ولایت کې ښوونکو او زدهکوونکو ته د درسي مرستندویه توکو وېش پيل شو
د لوګر ولایت د ښوونځیو ۱۱۰ تنو زره زدهکوونکو او ۲۷۴۶ تنو ښوونکو ته د ۳۸ میلیونه او ۱۱۸ زره افغانیو په ارزښت درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، په دغو مرستو کې د زدهکوونکو او ښوونکو لپاره د کتابونو بکسونه، د حفظ الصحې توکي او درسي لوازم شامل دي، چې د پوهنې یو همکار بنسټ لخوا ورکړل شوي او د مرکز او ولسوالیو ښوونځیو ته یې د وېش لړۍ پیل شوې ده.
