په لوګر ولایت کې له یوې دیني مدرسې سره د لمریزې برېښنا وسایلو مرسته وشوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۴۴
65565

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو په وینا؛ د یاد ولایت د مرکز اړوند دښت بهاري کلي د «امدادالعلوم سلطان‌خېل» دیني مدرسې سره د ۴ زره او ۸۰۰ ډالرو په ارزښت د لمریزې برېښنا وسایلو مرسته وشوه.
دغه وسایل چې د سیمې د یوه خیرخواه محترم حاجي شاه ولي زمان‌خېل له لوري برابر شوي، پکې ۱۲ تختې لمریز ښیښې، یوه لویه بېټرۍ او د لمریز برېښنا د سیسټم نور اړین وسایل شامل دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS