په لوګر ولایت کې د یو باب ښوونځي جوړولو لپاره ځمکه وقف شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۵:۵۰
ewrty

د لوګر ولايت خروار ولسوالۍ اړوند د قلعه بهادر کلي اوسېدونکو په ياده سیمه کې د حضرت محمد «صلى الله عليه وسلم» د ښوونځي جوړولو لپاره د ۳۰۰ زره افغانيو په ارزښت يو جرېب ځمکه پوهنې ته ځانګړې کړه. د يادونې وړ ده، چې دغه ښوونځى د روان (١٤٠٣) ښوونيز کال له پيل سره سم په داسې حال کې جوړ او په فعاليت يې پيل کړى، چې شاوخوا ٢٠٠ تنه ماشومان په کې پر زده کړو بوخت دي. د پوهنې وزارت رهبري له پوهنیز نظام څخه د ملاتړ په برخه کې په ځانګړې توګه د خروار ولسوالۍ د قلعه بهادر کلي له اوسېدونکو مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د هيواد په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول پیل شو

د هيواد په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پوهنې وزارت د محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو مسئولینو، د افغانستان اسـ،ـلامي امـ،ـارت د کابینې د یو شمېر غړو، مېلمنو، علماء کرامو، استادانو، ښوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS