په لوګر ولایت کې د سويې د تثبيت آزموینه واخیستل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۲:۵
2

د پوهنې وزارت له لوري په لوګر ولایت کې، د افغانستان.ا.ا. له شاوخوا ۲۳۰ تنو م.جاهدینو څخه د هغوی د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئيس ، يو شمېر استادانو او علماء کرامو د یادې آزموینې لړۍ له نیږدې ولیده او ګډون والو ته یې د پوره روڼتیا ډاډ ورکړاو ویې ویل چې د دغه پروسې بریالي نوماندان به د تخنیکي او مسلکي زده کړو په انستیتوت کې شامل شي.
د دغه آزموینې ګډون وال په تېرو دوو لسیزو کې د ج.هادي بوختیاو له امله د خپلو زده کړو څخه پاتې شوې وو.
په ورته مهال د آزموینې ګډون والو د زده کړو له آسانتیاوو له امله د پوهنې وزارت مشرتابه څخه خوښي څرګنده او له نورو هېوادوالو يې  وغوښتل، تر څو له شته فرصتونو په استفادې خپلې زده کړې بشپړې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس د بغلان پوهنې ریاست اداري او ښوونیزې چارې وارزولې

د افغانستان اسلامي ام/ارت د پوهنې وزارت  د مقام دفتر د لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق په مشرۍ پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ او د اداري چارو د ترسره کولو او د کارکوونکو اړوندو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۳۴
Background image

په پکتیکا کې د زده‌کوونکو ترمنځ د ساینس علمي سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت په سروبي، اومنې او سرروضې ولسوالیو کې د ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ د ساینس په برخه کې د المپیاد علمي سیالۍ ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې زده‌کوونکو خپلې علمي او ساینسې پروژې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۳۲
Background image

په سرپل کې د ښوونځیو لپاره ۱.۶ میلیونه افغانۍ ولسي مرسته راټوله شوې

د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ پوهنې آمریت د ۱۴۰۵ لمریز کال د دویمې ربعې په ترڅ کې، د سیمې د خیرخواه خلکو، د ښوونځیو د مدیرانو او آمرینو او د ښوونیزو شوراګانو د غړو په همکارۍ، د ښوونځیو. . .

BACK TO NEWS