په لوګرکې د لیک لوست د زده کړې ښځینه ښوونکې ګمارل کېږي

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۱ - ۹:۳۳
په لوګرکې د لیک لوست د زده کړې ښځینه ښوونکې ګمارل کېږي

د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر په مرکز پل علم کې د لیک لوست د زده کړې د ۵ ښځینه ښوونکو د ګمارنې په موخه د موظفې کمیټې لخوا آزموینه واخیستل شوه.

په یاده آزموینه کې ۴۰ میرمنو برخه اخیستې وه، چې له ډلې به یې ۵ تنه د لیک لوست د قرار دادي ښوونکو په توګه وګمارل شي.

د نوموړو ښوونکو په ګمارنې سره به د ۵ کلیو شاوخوا ۱۰۰ نالوستو میرمنو ته د لیک لوست ویلو زمینه برابره شي.

یاد ښوونکي د BESAF موسسې له خوا د راتلونکو نهو میاشتو لپاره نالوستو ته د لیک لوست کورسونو جوړولو په موخه مقرریږي.

د یادونې وړده، چې له دې مخکې هم په خوښۍ او محمدآغې ولسوالیو کې د لیک لوست زده کړې د لسو ښوونکو د ګمارنې لپاره ورته ازموینه اخیستل شوې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۲:۴۵
Background image

د لوګر ولایت ښوونځیو ته د اداري او درسي وسایلو وېش پیل شو

د لوګر ولایت په ۳۹ بابه ښوونځیو کې د ۹ قلمه اداري او درسي وسایلو وېش د پوهنې وزارت په همکارۍ د یو مرستندوی بنسټ له لوري پیل شو، چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون او ۸۰۰ زره افغانیو ته رسېږي.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۲:۴۳
Background image

په پکتیکا ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له ۱۰۳ تنو هغو ماشومانو څخه چې له کډوالۍ وروسته خپل هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه د پوهنې مسئولینو په حضور کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۲:۳۷
Background image

په دایکنډي ولایت کې د خلکو په مالي ملاتړ د یوه ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د دایکنډي ولایت میرامور ولسوالۍ اړوند «ده‌غوچي» منځني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د خلکو په مالي ملاتړ، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.
د یادې پروژې لومړنی لګښت له یو میلیون. . .

BACK TO NEWS