په لومړي ځل د ملکه ثریا پر ژوند یو ورځني علمي څیړنیز سیمینار جوړ شو

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۱۰:۲۱
په لومړي ځل د ملکه ثریا پر ژوند یو ورځني علمي څیړنیز سیمینار جوړ شو

پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار دپوهنې ریاست د نوښتونو په لړ کې د خپلواکۍ د سلمې کليزې په وياړ په لومړي ځل دملکه ثریا پر ژوند او کړو وړو یو ورځنی علمي څېړنیز سیمینار دجلال اباد ښار د بي بي زینب په لېسه کې جوړ شو.
دپوهنې ریس حسیب الله شینواري دسیمینار په پرانستې وینا کې میرمن ملکه ثریا په سيمه کې د ښځو حقونو سرلارې او مبارزه میرمن وبلله ویې ویل ملکې ثریا د هیواد دپرمختګ په بېلا بېلو سياسي، ټولنيز، اقتصادي او په ځانګړې توګه د پوهنې په برخه کې بنسټيز فعاليتونه ترسره کړي، د هیواد د لومړۍ میرمن په توګه دشاه غازي امان الله خان سره په لومړني بهرني سفر کې برخه واخیسته او له پرمختللو هیوادونو څخه یې د وګړو په ځانګړې توګه یې دمیرمنو د هوساینې لپاره ډیرې تجربې راولیږدولې.
دپوهنې ریس همدارنګه په پوهنیز ډګرکې د ملکې ثریا دخدمتونو یادونه وکړه ویې ویل ملکه ثريا لومړنۍ ښوونکې میرمن ده او په لومړي ځل يې ښځينه وو ته رسمي ښوونځی رامنځ ته کړ، همدارنګه یې د نورو میرمنو لپاره هم دښوونکې دندې تر لاسه کولو لار پرانيسته.
وروسته په ټولنیزو چارو کې دولایت مرستیالې میرمن حبیبې کاکړ په خپله وینا کې دملکې ثریا دژوند پر نورو برخو رڼا واچوله ویې ویل ملکه ثریا پخپله په یوه روښانفکره کورنۍ کې سترګې غړولې وې یوه باتدبیره میرمن او له خپل خاوند سره یې په حکومتي چارو کې اوږه ورکړې وه، هغه ته به يې سلا مشورې ورکولې او د میرمنو دحقونو تر لاسه کولو یوه ښه مبارزه وه.
همدارنګه د ولایتي شورا منشي میرمن حمیرا رفیع او په ختیزو ولایتونو کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسون مشرې میرمن صبرینې حمیدي هم د ملکه ثریا د ژوند نور اړخونه رابرسیره او د سیمینار ګډونوالو ته یې معلومات ورکړل.
دسیمینار په دویمه برخه کې ښځینه لیکوالو هریوې میرمن هما همت د ملکی ثریا ژوند لیک، دالایي لېسې ښوونکې میرمن بس بي بي په ښوونیز ډګر کې د ملکې ثریا لاسته راوړنې،دسواد حیاتې لېسې ښوونکې تمنا د ملکې پرسیاسي ژوند او د بي بي عایشې لېسې مدیرې میرمن فرزانې رحماني د ملکې ثریا پر کاري نیمګړتیاو خپلې لیکلې مقالې واورولې.
ددې یو ورځني علمي او څېړنیز سیمینار په پاې کې چې د پوهنې ریاست دښځینه کارکوونکو له لورې جوړ شوی او تر یو سلو پنځوسو ډیرو میرمنو پکې برخه اخیستې وه د ولایت مرستیالې، دپوهنې ریس، دولایتي شورا منشي او د بشري حقونو دکمیسون مشرې له لورې د مقالو وړاندې کوونکو ته سوغاتونه ورکول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

لوګر ولایت کې له یتیمو او بې‌وزله زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

په لوګر ولایت کې د ۳۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو لپاره د درسي موادو مرسته ترسره شوه.
یاده مرسته د لوګر مرکز اړوند د خواجه محمد اکبر، جویک او سید حسین کمیدان ښوونځیو زده‌کوونکو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د کابل ولایت پوهنې ریاست د اداري کارکوونکو لپاره روزنیز سیمینار ترسره شو

په کابل ولایت کې د «پلان جوړونې او د اداري او کاري راپورونو  ترتیب» په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو لپاره ترسره شو.
یاد سیمینار د کابل ولایت پوهنې رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۱۲
Background image

د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو سپورټي سیالۍ پای ته ورسېدې

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو ریاست د بدني روزنې او سپورټ څانګې د پلان له مخې، څو ورځې وړاندې د پغمان ولسوالۍ د ۱۲ بابه ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ د واليبال خزاني سیالۍ پیل شوې. . .

BACK TO NEWS