په لغمان کې له زده کوونکو د لیاقت ازموینې بهیر پیل شو
پوهنې وزارت_لغمان: د لغمان ولایت د پوهنې ریاست اړوند د ښوونځیو د بیلابیلو ټولګیو د لیاقت ازموینه د یاد ولایت د پوهنې ریاست په تالار کې پیل شوه.
په یاده غونډه کې د پوهنې رئیس عبدالله (حمیدي) زده کوونکو ته ډاډ ورکړ، چې ددوې حق به نه تلف کیږي او د ازموینې ټول ګډونکي ورته له استثنا پرته د قدر وړ دي .
د پوهنې رییس په وینا په یاده از موینه کې د مرکز او ولسوالیو د ښوونځيو بیلا بیلو ټولګیو (۶۵) تنو نجونو او هلکانو ګډون کړي .
ورپسې د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال محمد کریم (رحیم) هم په خپل وار د نظم د ساتلو سپارښتنه وکړه ترڅنګ یې د ازموینې په تخنیکي اړخ رڼا واچوله وروسته د ازموینې لړۍ پیل شوه.
