په لغمان کې د تودو سيمو د ښوونځيو نوی ښوونيز کال پرانېستل شوه

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۶/۱۵ - ۱۴:۵۸
په لغمان کې د تودو سيمو د ښوونځيو نوی ښوونيز کال پرانېستل شوه

د پوهنې وزارت_لغمان: د لغمان ولایت د تودو سيمو د لېسې د دورې ښوونځېو نوي تعليمي کال د زنګ په ګرنګولو سره رسمآ پیل شو.

د پرانېستو په مراسمو کې د پوهنې رییس عبدالله حميدي زده کوونکو ته يې د نوي تعليمي کال او هم يې له دولسمو ټولګيو څخه فارغ شويو زده کوونکو ته مبارکي وويله، راتلونکي کال يې د دوې د درسونو مهم فصل ياد کړ او ټینګار يې وکړ چې د تېر وبا ځپلي کال درسونه بايد جبران شي.

ورپسې د پوهنې رياست اړوند د ښاري حوزې د څارنې آمر مولوي عبدالمتین مبشر د ښوونځيو ترمنځ د علمي سياليو د پېل خبر ورکړ او په زده کوونکو يې ټنګار وکړ چې خپل چمتو والى ولري.

د یادولو وړ ده، چي په یاده دوره کې يوولسم او دولسم ټولګي او خصوصي ښوونځېو د لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې شامل دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS