په لغمان ولایت کې یو باب دیني مدرسې ته ۳ جرېبه ځمکه وقف شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۴:۱۲
651465

د لغمان ولایت مهترلام ښار اړوند ګل ارام سیمې ابوحنیفه«رحمه الله» دیني مدرسې ته د عامو خلکو لخوا ۳ جرېبه ځمکه وقف او اسناد یې رسماً د یاد ولایت پوهنې رباست ته وسپارل شول.
د لغمان ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي شاه‌جهان ساجد له یادې سیمې څخه لیدنه وکړه، د سیمه‌ییزو مشرانو سره یې وکتل او د ځمکې د ملکیت سند چې اټکل کېږي ۱.۵ مېلیونه افغانۍ لګښت لري، د سیمې د خلکو لخوا پوهنې ریاست ته وسپارل شو.
د پوهنې رئیس د یادې ځمکې وقف له امله د علما‌ءکرامو، مخورو او سیمه‌ییزو استازو هرکلی او مننه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر کې له راستنېدونکو ماشومانو څخه د ښوونیزې سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست، د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د زده‌کړې کچې معلومولو په موخه له ۵۶ تنوڅخه ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه په شفاف او عادلانه ډول ترسره او ټاکل شوې چې ګډونوال به. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت پلاوي په بدخشان کې د څارنې او ارزونې له بهیر څخه کتنه وکړه

د پوهنې وزارت د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو رئیس محترم مولوي غلام‌ربي رباني، د کیفیت تضمین معینیت پلاوي په ملتیا د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو د بهیر ارزونې، شته ستونزو معلومولو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو د څو خبرونو لنډیز

سمنګان
د سمنګان ولایت مرکز اړوند ایبک لېسې سره د سیمې خلکو لخوا ۵۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.

ننګرهار
د پوهنې‌دوستو کسانو لخوا د شینواري ولسوالۍ پوهنې آمریت لپاره د ۸۰ زره افغانیو په لګښت. . .

BACK TO NEWS