په لغمان ولایت کې د ۷۳ تنو حافظانو د فراغت لمانځنې مراسم ترسره شول

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۱۳:۲۵
123
د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ د مخزن العلوم له دارالعلوم څخه ۷۳ تنه د قرآن کریم حافظان د یو لړ پرتمینو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په یادو مراسمو کې د دغه ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد، دیني علماوو او قومي مشرانو ګډون درلود.
د لغمان پوهنې رئیس فارغانو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ ویلو په ترڅ کې، د قرآن عظیم الشان د حفظ او د دیني علومو د فضیلت په اړه خبرې وکړې او له حافظانو څخه یې وغوښتل، ترڅو د نوي نسل په روزنه کې خپل دیني او ملي مسئولیت ترسره کړي.
ورپسې د دیني مدارسو نورو محترمو علماوو هم فارغانو ته د فراغت مبارکي وویله او فارغانو ته یې د خلکو او ټولنې په وړاندې د خپلو راتلونکو مسئولیتونو په اړه معلومات ورکړل.
یاد مراسم په ممتازو زده کوونکو د ستاینلیکونو په وېشلو او د هېواد لپاره د خیر د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۲:۵۷
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې لپاره ۲ جریبه ځمکه وقف شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست څخه ترلاسه شوي راپورونه ښیي چې، د یاد ولایت شخیل‌آباد ولسوالۍ اوسېدونکو په دې وروستیو کې د ابوبکر صدیق «رضی الله عنه» لومړني ښوونځي جوړولو لپاره ۲ جریبه ځمکه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۲:۵۳
Background image

د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د احصائیوي فارمټ نوی سیسټم پرانیستل شو

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت لخوا، د تعلیمي مرکزونو د ښوونکو او زده‌کوونکو د دقیقو احصائیو او ارقامو درلودلو په موخه، د معلوماتو مدیریت سیسټم (EMIS) کارپوهانو په همکارۍ، د ښوونکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۴
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوی خوست ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د محترم مولوي بسم الله حسان په مشرۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي، د خوست ولایت په مرکز کې د پوهنې ریاست په منسوبینو سربېره، د ا.مارتي او خصوصي ښوونځیو له چارواکو سره د. . .

BACK TO NEWS