په لغمان ولایت کې د یو باب ښوونځي بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۹:۳۷
14

د لغمان ولایت د یو تن علم پروره شخصیت حاجي عبدالوکیل رسولي په مالي مرسته، د یاد ولایت مرکز اړوند د لیلا واټ منځني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په پلان کي ده، د دغه ښوونځی ودانۍ په ۵ جرېبه ځمکه کې د ۱۲ درسي ټولګيو، يوې اداري خونې او نورو اړینو ملحقاتو په لرلو سره جوړه شي، چې ټولټال ۳ مېليونه افغانۍ لګښت به پرې راشي.

د لغمان ولايت پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد په وينا، یاد علم پروره شخصیت تر دې دمه د "کتب زای" لېسې لپاره هم ۹ درسي خونې جوړې کړې دي او د يوې بلې ديني مدرسې د جوړېدو لګښت هم د ده له خوا ورکول کېږي.

د پوهنې وزارت مشرتابه له ښوونیز نظام سره د حاجي عبدالوکیل د مرستې له امله مننه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۳۶
Background image

داوطلبۍ اعلان

د پوهنې وزارت له ټولو داوطلبانو څخه غوښتنه کوي، چې د سمنګان ولایت پوهنې ریاست لپاره د یو عراده تېز رفتاره موټر په تهیه کولو او پېرودلو پروسه کې برخه واخلي او د اړوندې پروسې شرط‌پاڼه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

غزني
د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع الحق حماس، چې د یاد وزارت د پروژو د څارنې او بیاکتنې لپاره یې مختلفو ولایتونو ته سفر کړی، اوس‌مهال غزني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۲۱
Background image

په لوګر ولایت کې د ۴۳ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۶۱ تعلیمي پروژو  بیارغونې کارونه روان دي

د لوګر ولایت پوهنې چارواکو په وینا، په یاد ولایت کې د ۶۱ تعلیمي مرکزونو د بیارغونې او ترمیم چارې روانې دي، چې له ۷۰ تر ۹۰ سلنې پورې یې رغنیزې چارې روانې دي او په راتلونکو څو ورځو کې به. . .

BACK TO NEWS