په لغمان ولایت کې د ښوونکو لپاره «د اغېزمن تدریس» مسلکي ورکشاپ جوړ شو 

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۳
z\x\zx

د لغمان ولایت مهترلام ښار اړوند د ۱۴بابه ښوونځیو ښوونکو لپاره د «اغېزمن تدریس» تر سرلیک لاندې درې ورځنی ورکشاپ، د ښوونکو د مسلکي پراختیا علمي غړو له لوري، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ پیل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسٸولینو په وینا، په دغه ورکشاپ کې د ماشوم ارواپوهنه، د تدریس میتودولوژي، درسي مرستندویه وسایل، د درسونو د عملي تدریس لپاره د چاپېریال له اضافي موادو څخه استفاده او زده‌کوونکو ته د درس د اغېزمن او معیاري لېږد طریقې ښوول کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۵
Background image

د لوګر له پوهنې ریاست سره د ۲۱ خېمو مرسته وشوه

د یوه همکار بنسټ له لوري د شاوخوا ۳۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د لوګر ولایت له پوهنې ریاست سره  د ۲۱ خېمو مرسته وشوه.
یادې خېمې به هغو ښوونځیو ته ووېشل شي، چې د درسي ټولګیو له کمښت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۳
Background image

په بدخشان کې یوې دیني مدرسې لپاره د څښاک پاکو اوبو څاه وکیندل شو

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند «سرور کائنات» صلی‌الله‌علیه‌وسلم دیني مدرسې زده‌کوونکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۳۱
Background image

په یو شمېر ولایتونو کې د وړتیا لوړونې درې او دولس ورځنۍ برنامې پیل شوې

د فاریاب، بغلان او سرپل ولایتونو د څه باندې ۸۰۰ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې او دولس ورځنۍ روزنیزې برنامې پیل شوې.. . .

BACK TO NEWS