په لغمان ولایت کې د پوهنې اړوند څه د پاسه ۳۶۰۰ متره مربع ځمکه بېرته راوګرځول شوه
د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په وطن ګټو لېسې پورې اړوند ۳۶۲۶ متره مربع ځمکه د یاد ولایت پوهنې ریاست له لوري د اشخاصو له غیرقانوني تصرف څخه بېرته واخیستل شوه او د لېسې په نوم ثبت شوه.
د لغمان پوهنې مسوولین وایي: په پام کې ده چې له دغې ځمکې څخه د ښوونځي د ودانۍ پراختیا او د شنو ساحو جوړولو لپاره استفاده وشي، تر څو زدهکوونکو ته ښه او مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شي.
