په فراه ولایت کې یو باب دیني مدرسه تاسیس شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۴:۴۳
14

د فراه ولایت مرکز اړوند په دارآباد سیمه کې د لومړي ځل لپاره د نعمانیه دیني مدرسه تاسیس او د بنسټ ډبره یې د ځایي اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت کېښودل شوه.

د یادې مدرسې د بنسټ ډبره د فراه ولایت د پوهنې رئیس، د يو شمېر دولتي ادارو استازو، علماوو او د قومي مخورو په حضور کې کېښودل شوه. .

د مسئولينو په وينا، سره له دې چې په یاد کلي کې شپږ ښوونځي فعاليت لري؛ خو د نعمانيه مدرسه په دې سیمه کې د ديني زده کړو لومړى مرکز دى، چې پرانیستل کېږي.

دوی وایي، چې د نعمانیه دیني مدرسې مالي لګښت د امربا المعروف او نهي عن المنکر د مسئولينو، د اطلاعاتو او فرهنګ رياست، د پوهنې رياست او د دغه ولايت د پوهنې مينه والو له لوري ورکړل شوې، چې په ترڅ کې به يې ۵۰۰ تنو ماشومانو ته د ديني زده کړو آسانتياوې رامنځته شي.

بل خوا د سيمې اوسېدونکو د یادې ديني مدرسې د جوړولو په برخه کې د مسئولینو له همکارۍ هرکلی او مننه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۵۱
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د یاد وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې ریاست د ۴ بابه کانټینونو لپاره د بیا داوطلبۍ په پروسه کې برخه واخلي:
همدارنګه په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۵
Background image

په پنجشېر ولایت کې له تعلیمي ادارو سره نږدې ۴ مېلیونه افغانۍ مرسته شوې

د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې، د پنجشیر ولایت علم‌پروره اوسېدونکو لخوا په ټولیزه توګه ۳ مېلیونه۹۶۴ زره ۳۴۶ افغانۍ دیني مدارسو او ښوونځيو ته ورکړل شوې دي.
د یاد ولایت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۲
Background image

په کاپیسا ولایت کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست له ۱۳۵ تنو راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي کچې ارزونې په موخه ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې، د پوهنې چارواکو د ازموینې له. . .

BACK TO NEWS