په فراه ولایت کې د یوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۳:۳۸
555

د فراه ولایت مرکز اړوند په سیدآباد کلي کې «د مظهر العلوم اکراميه» دیني مدرسې لپاره د بنسټ ډبره، د یاد ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه، دیني علماوو او قومي مخورو په حضور کې کېښودل شوه.

یاده دیني مدرسه په یو جرېب ځمکه کې د دوه میلیونه افغانیو په لګښت، د یو تن معارف دوسته شخص او د سیمې د اوسېدونکو په همکارۍ جوړېږي.

د پوهنې وزارت مشرتابه د علم او پوهې پر زده کړې د ټینګار ترڅنګ، د هېواد د پوهنیزنظام په پرمختګ کې د خلکو له ملاتړ څخه مننه وکړه.

همدارنګه د پوهنې ریاست مسئولینو او علماوو هم د ټولنې په پرمختګ کې د دیني او عصري علومو پر ارزښت او رول ټینګار وکړ.

د يادونې وړ ده، چې د دغه مدرسې په جوړېدو سره به شاوخوا ۵۰۰ تنو زده کوونکو ته په مناسب ښوونیز چاپېريال کې د زده کړو آسانتیا برابره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

په سړو سیمو او ولایتونو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال په رسمي ډول پیل شو

د ملک په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال، د پوهنې وزارت محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو چارواکو، د افغانستان ا/سلامي ا/مارت د کابینې یو شمېر غړو، مېلمنو، علماءکرامو، استادانو، ښوونکو، زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS