په فاریاب ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو ښوونکو او اداري مسوولینو لپاره علمي ناسته جوړه شوه
د فاریاب ولایت مرکز او پښتونکوت ولسوالۍ د ښوونځيو ښوونکو او اداري مسوولینو د مسلکي او اداري وړتیاوو لوړولو په موخه، د اغېزمن تدریس او زدهکړې ترویج تر سرلیک لاندې علمي ناسته په جلا جلا ډول جوړه شوه.
په یاده ناسته کې له مرکز او ولسوالۍ څخه ټولټال ۴۰۰ تنو آمرینو، مدیرانو، ښوونکو او د تعلیمي شوراګانو غړو برخه اخیستې وه.
مسوولینو له ګډونوالو وغوښتل چې له وړاندې شویو علمي او مسلکي مطالبو څخه په ښه توګه ګټه واخلي او خپلې وړتیاوې لا پیاوړې کړي.
