په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي بیارغونې چارې بشپړې شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۱۳:۱۷
gdf

دفارياب ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمدطاهر جواد، د یاد ولايت ګرزيوان ولسوالۍ د جر قلعه ښوونځي ودانۍ، چې پخوا د اور لګېدنې له امله زیاینمنه شوې وه؛ تر بیارغولو وروسته پرانیستله.

نوموړي وويل: د پوهنې وزارت د رهبرۍ د پاملرنې او له ښوونیز نظام سره د همکارو بنسټونو د مالي ملاتړ په پايله کې، د جرقلعه ښوونځي بيارغونې چارې، چې پخوا پيل شوې وې، د ۴۵ زره ډالرو لګښت سره په دې وروستيو کې پاى ته ورسېدې او د زده کوونکو پرمخ پرانیستل شو.

د پوهنې رئیس په وينا، په همدغه پروژه کې د درسي ټولګيو رغول، د پاکو اوبو او برېښنایي سيسټم نصبول، احاطوي دېوال او نور اړین ملحقات شامل دي.

په ورته مهال نوموړي له زده کوونکو وغوښتل، تر څو د یادې ودانۍ د پالنې او تجهيزاتو په ساتلو کې له پوره اخلاص څخه کار واخلي.

له بلې خوا د سیمې اوسېدونکو د دوی ماشومانو ته د زده کړو د آسانتیاوو د پراختیا او برابرولو په برخه کې د پوهنې وزارت د مشرتابه له پاملرنې خوښي څرګنده کړه او د جوزجان پوهنې ریاست سره یې د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۴۳
Background image

په تخار ولایت کې له ۴۰۰ تنو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د تخار ولایت پوهنې ریاست، د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له ۴۰۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده‌کړو پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د یاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د یو باب ښوونځي مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند په کتب‌خېل لیسه کې د زده‌کوونکو ۱۳۵ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې.
یاد مېزونه او څوکۍ د پوهنیزنظام د یو تن خواخوږي عبدالله مهمند په شخصي لګښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ په غوروچي سیمه کې د حضرت ابوبکر صدیق «رضي الله عنه» دارالحفاظ د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار له لوري کېښودل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS