په غور ولایت کې د ښوونیزو بنسټونو مسئولینو لپاره د وړتیا لوړونې ښوونیز سیمینار پیل شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۰:۴۲
hgfds

د غور ولایت د مرکز او ولسوالیو د پوهنیزو بنسټونو د ۸۶۶ تنو مسئولینو، د کیفیت تضمین آمریت کارکوونکو، مدیرانو او غړو لپاره د ارقامو او احصائیوي معلوماتو د راټولولو په برخه کې د وړتیا لوړونې روزنیز سیمینار جوړ شو.

یاد سیمینار د پوهنې وزارت د احصائيې رياست لخوا د دغه رياست د رئيس مولوي بسم الله نعماني په مشرۍ او د ياد ولايت پوهنې رئيس مولوي حفيظ الله محفوظ په ګډون پيل شو.

په پیل کې د غور ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د احصائیې ریاست پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د کارکوونکو مسلکي کولو او د هغوی د وړتیا لوړولو په برخه کې د سیمینارونو پر اهمیت خبرې وکړې او له ګډون والو یې وغوښتل، چې له خپلو زده کړو مهارتونو څخه په ورځنیو رسمي چارو کې د مطلوبو احصائیو راټولولو لپاره اعظمي ګټه پورته کړي.

په ورته مهال د پوهنې وزارت د احصائيې رئيس مولوي بسم الله نعماني هم غور ولايت ته د خپل رسمي سفر په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې د دغه سیمینار له پیلولو څخه یې اساسي موخه، د پوهنې بنسټونو د مسئولینو د وړتياوو لوړول دي.

نوموړي زیاته کړه، دغه پروګرام په یو وخت د غور ولایت په ټولو ولسوالیو کې په لاره اچول شوی او درې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS