په غزني ولایت کې ۱۶۸ نوي ښوونکي وګمارل شول
د پوهنې وزارت په لارښوونه د غزني ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو د دې ولایت په مرکز او د ولسوالیو په ښوونځیو کې د مسلکي او تجربه لرونکو ښوونکو د ګمارلو په موخه له ۱۶۸ تنو ښوونکو څخه ازموینه واخیستله.
دغه تش بستونه څه موده وړاندې اعلان شوي وو، غوښتونکو د يادو خالي بستونو د ډکولو لپاره نوم ليکنه کړې وه.
د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني په داسې حال کې چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون استازو او د ریاست مشرتابه هم حضور درلود، د یادې آزموینې له بهیر څخه څارنه وکړه.
نوموړي د هېواد د بچيانو لپاره د متوازنو خدمتونو د وړاندې کولو او د لازمو ښوونيزو او روزنیزو اسانتياوو د برابرولو په برخه کې د پوهنې وزارت پر ژمنتيا د ټينګار تر څنګ، د ازموينې له مسئولينو څخه وغوښتل، چې په ازموينه کې عدالت په پام کې ونيسي، د غوښتونکو تجربه او مسلکي پوهې ته لومړیتوب ورکړي.
نوموړي د آزموينې د شفافيت په اړه ګډونوالو ته ډاډ او اطمنان ورکړ.
