په غزني ولایت کې یو باب دیني مدرسه افتتاح او په دوه بابه لېسو کې اوبو رسولو شبکې فعالې شوې

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند رحمیه مدرسه په رسمي ډول افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده مدرسه چې ۵ درسي خونې او نور اړین ملحقات لري، د غزني ولایت د پورته ذکر شوې ولسوالۍ په اصغر خېل کلي کې په یو جرېب ځمکه کې د ځایي اوسېدونکو له لوري د ۸۰۰ زره افغانیو په مرسته جوړه شوې او په یو وخت کې د شاوخوا ۳۰۰ تنو زدهکوونکو ظرفیت لري.
د پوهنې مسئولینو، دیني علماءکرامو او د خلکو استازو د دغې مدرسې د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنې اهمیت او د ټولنې په اصلاح او هوساینې باندې د هغو د مثبت اغېز په هکله خبرې وکړې.
د یو بل خبر له مخې؛
د یاد ولایت د قره باغ ولسوالۍ خلکو، د خپلې سیمې په مرکزي اوقلیاقل ښوونځيو کې د ۴۰ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو سیسټمونه نصب او فعال کړل.
د پوهنې وزارت مشرتابه د تعلیمي بنسټونو جوړولو، تجهیزولو او پراختیا په برخه کې د خلکو له مالي اومعنوي مرستو هرکلی او ستاینه کوي.