په غزني ولایت کې د ۸ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۵:۷
651456

د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني له یو پلاوي سره د یاد ولایت ناور ولسوالۍ په ورکلاخ سیمه کې د شهید غلام حیدر ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښوده.

په یادو مراسمو کې د ناور ولسوال، پوهنې آمر، قومي مشرانو، ښوونکو او ګڼ شمېر زده‌کوونکو هم ګډون درلود.

دغه ښوونځی په څلور جرېبه ځمکه کې د خلکو په مالي ملاتړ د شاوخوا ۸ مېلیونه افغانیو لګښت سره جوړېږي، چې په دوه پوړونو کې به ټولټال ۱۲ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، منظم برېښنایي سیسټم او د پاکو اوبو شبکه ولري.

د غزني ولایت پوهنې رئیس په خپله وینا کې د پوهنې په برخه کې د خلکو له هڅو څخه د ستاینې ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د پوهنې وزارت په ټول هېواد کې د مدارسو او ښوونځیو پراختیا ته ژمن دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات ولایت پوهنې ریاست لخوا، خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې

یو خیریه بنسټ د هرات ولایت د مرکز په شمول انجیل او گذره ولسوالیو د ښوونځیو شاوخوا ۹۴۰ تنو خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو مرستندویې کڅوړې ووېشلې، چې په یادو بستو کې اوړه، غوړي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۵۷
Background image

برگزاری مراسم اختتامیه مسابقات حسن قرائت قرآن کریم شاگردان مدارس و مکاتب شهر کابل

 مراسم پایانی مسابقات حسن قرائت قرآن عظیم الشان میان ۱۶ تن شاگردان برتر مدارس و مکاتب شهر کابل برگزار شد.
  در این مراسم با شکوه، محترم الحاج مولوی صبغت الله وصیل، معین مالی و اداری،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۴۸
Background image

مطبوعاتي بلنليک 

د کابل ولایت پوهنې ریاست له لوري د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت، د پوهنې وزارت مسٸولینو، د کابل ولایت مقام استازو، دیني علماءکرامو، معززو مېلمنو او استادانو په حضور کې، د کابل ولايت د. . .

BACK TO NEWS