په غزني ولایت کې د ۲ بابه ښوونځیو زده‌کوونکي د څښاک پاکو اوبو له اسانتیاوو برخمن شول

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۵:۵۳
sxd\z

د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ اړوند په پناه منځني ښوونځي او علي هجوري عالي لېسه کې، د ښوونځیو شوراګانو په همکارۍ د څښاک پاکو اوبو دوه څاګانې تر کیندلو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یاد ولایت پوهنې چارواکو په ټینګار سره وویل چې په ښوونځیو کې د څښاک پاکو اوبو شبکو فعالول نه یوازې د ناروغیو مخه نیسي، بلکې د زده‌کړې او تعلیمي پروسې لاښه والی په برخه کې اساسي نقش لري.

د ښوونځیو شوراګانو هم ژمنه وکړه چې د تعلیمي خدماتو لاپیاوړتیا لپاره به خپلې هڅې جاري وساتي، ترڅو زده‌کوونکي په ارامه فضا کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS