په غزني ولایت کې د یوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۳:۴۵
rtyjkj
د پوهنې وزارت چارواکي وايي، د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند د هوتک کلي اوسېدونکو د یو مېلیون افغانیو په لګښت په یاده ولسوالۍ کې د یو باب مدرسې نوې ودانۍ جوړوي.
د دغه ولايت د پوهنې مسئولينو د يادې مدرسې د بنسټ پر مهال له خلکو وغوښتل، چې د پوهنې له پروګرامونو د ملاتړ ترڅنګ، خپل ماشومان دمدارسو او ښوونځيو ته واستوي.
د دوی په وینا، په پلان کې ده، د مدرسې دغه ودانۍ په یو جرېب ځمکه کې جوړه شي، چې ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه او د اوبو رسولو سیسټم به له ټولو اړینو ملحقاتو سره ولري.
د پوهنې وزارت مشرتابه د غزني ولایت د علم پروره ولس له مرستو مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د ۲۸۸ بابه ښوونځیو لپاره د درسي کتابونو وېش لړۍ پیل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست پورې اړوندو ۲۸۸ بابه ښوونځیو لپاره د ۳۱ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت، د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د کتابونو او درسي موادو وېش پروسه پیل شوه.

یاد کتابونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۳۰
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، تېره اوونۍ د یاد ریاست یو څارنیز ټیم، د کابل ښار پنځمې تعلیمي ناحيې اړوند ۵بابه رسمي او خصوصي ښوونځیو له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځيو د بدني زده‌کړې روزونکو لپاره سیمینار پای ته ورسېد

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست، د کابل ښار د بدني روزنې ښوونکو د سپورټي وړتیاوو لوړولو په موخه، د ښوونځیو ۳۰ تنو ښوونکو لپاره د والیبال او فوټسال برخو کې یو روزنیز سیمینار. . .

BACK TO NEWS