په غزني ولايت کې ديو باب مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولايت مقر ولسوالۍ اړوند په چاکي کلي کې د «رحمتيه» ديني مدرسې ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې او نورو سيمه ييزو ادارو د مسئولينو، علماوو او د خلکو استازو په ګډون کېښودل شوه.
د يادې مدرسې پر ودانۍ ټولیز لګښت يو ميليون او ۵۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د سيمې د خلکو له خوا به تمويل شي.
د مقر ولسوالۍ پوهنې آمر په وينا، د همدغې مدرسې ځمکه هم د يو تن ج.هادي شخصیت لخوا وقف شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، په پام کې ده چې د يادې مدرسې ودانۍ، ۴ درسي ټولګي، يوه دفتري خونه، يو محراب جومات او نور اړين ملحقات ولري.
ځايي خلکو په خپل کلي کې د دغې مدرسې پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه.
له بلې خوا د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې په برخه کې د خلکو ونډه مهمه بولي او له دوی څخه مننه کوي.