په غازي عالي لیسه کې د پوهنې وزیر ډاکتر بلخي له لوري د ښوونکي ورځ ولمانځل شوه

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۷/۱۳ - ۱۴:۲۶
په غازي عالي لیسه کې د پوهنې وزیر ډاکتر بلخي له لوري د ښوونکي ورځ ولمانځل شوه

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي په غازي عالي لیسه کې د ښوونکي ورځې د لمانځلو په ترڅ کې د ښوونکو مقام بیا ژوندي کولو په موخه د پوهنې وزارت پروګرامونه څرګند ګړل.
په دې غونډه کې چې د نصاب پراختیا او ښوونکو روزنې معینې مرجان متین او د مشرتابه نورو غړو په شتون کې تر سره شوه؛ د یادي لیسې والدینو شورا او د کابل ښار ښوونکو شورا د ښوونیزو خدمتونو ښه والي لپاره د پوهنې وزارت له غوره فعالیتونو څخه ستاینه وکړه او خپلې شته ستونزې یې د پوهنې له وزیر سره شریکې کړي.
پوهنې وزیر د وینا په ترڅ کې د ښوونکي ورځې په مناسبت ۲۲۲ زره تکړه او دنده پیژندونکو ښوونکو ته مبارکي ورکړه او د ښوونکو حالت ښه والي لپاره يې د پوهنې وزارت مشرتابه له وروستنیو کړنو څخه یادونه وکړه.
ډاکتر بلخي ټینګار وکړ چې د پوهنې لسیزي په سند کې ښوونکۍ د هیواد په ښوونیز سیستم کې یو تاثیرلرونکۍ عنصر په نظر کې نیول شوي او په همدې موخه د ښوونکو لوړ مقام ژوندي کولو لپاره مو لنډ مهاله او اوږد مهاله پروګرامونو ترتیب کړي دي.
پوهنې وزیر ښوونکو ته د ځمکو ویش د دریدو علت د مناسبې جغرافیایې ساحې له نه موندلو څخه یاد کړ او زیاته یې کړه چې د ښوونکو د کور موندلو په موخه یې د ارزانه کورونو پلان په نظر کې نیولۍ دي.
پوهنې وزارت مشرتابه د وینا په ترڅ کې زیاته کړه، چې د ښار جوړونې او ځمکو وزارت په ګډې همکارۍ سره مو د ښوونکو لپاره د ارزانه کورونو ورکړه بغیر له کومې ګټې په اوږدمهاله وختونو کې په نظر کې نیولي او د ښوونکو کورموندلو لپاره مو عملي کړنې تر سره کړې دي.
پوهنې وزیر د ښوونکو حالت ښه والي په موخه څلور ګونې طرحه جمهوري ریاست ته وړاندې کړې، په کابل او ولایتونو کې ښوونکو لپاره د پور صندوق جوړ کړی، ۵۰ زره ښوونکو ته د پور ورکولو زمینه برابر کړې، او د ۱۲ پاس څخه ۱۴ پاسو او د ۱۴ پاسو څخه لیسانس ته د ښوونکو ظرفیت لوړوالي او ښه والي په موخه نوي پروګرامونه په نظر کې نیولي دي.
د پوهنې وزارت د مشرتابه په وینا سږ کال په پام کې ده چې د لوړو زده کړو وزارت په همکاري به د ۲۰ زره ښوونکو ظرفیت لوړ شي. او د ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ ښوونکو وکړاي شول د پوهنې وزارت نړیوالو همکارانو له لوري لنډمهاله دوري چې په ساینسي،روانشناسي او درس ورکولو میتود په برخو کې تر سره شوي دي ګډون وکړي.
پوهنې وزیر همدارنګه د ۹۷ زرو ښوونکو د بستونو لوړوالي څخه خبر ورکړ او زیاته يې کړه چې په روان کال کې به نوموړي شمیرې زیاتوالۍ ومومي.
پوهنې وزیر همداشان له ښوونکو او ښوونځيو سره د والدینو شوراوو په ګډه همکاري او فعالیت ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS