په شبرغان ښار کې د "اسلام جوی" لومړني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۴:۴۶
dsgh

د جوزجان ولايت پوهنې رئيس مولوي سيد حفيظ الله معتصم بالله، د یاد ولایت په شبرغان ښار کې د "اسلام جوی" لومړني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښوده.

د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسمو کې د پوهنې مسئولينو، علماء کرامو، استاذانو او سیمه ییزو مشرانو ګډون درلود.

د پوهنې رئيس په وينا، د یاد ښوونځي ودانۍ به په يو جرېب ځمکه کې، چې د همدغه سیمې د یو تن علم پروره شخصیت له لوري وقف شوې ده، جوړېږي.

د دغه ښوونځی ودانۍ چې ۶ درسي ټولګي، يوه اداري خونه او د ۳۴۰ متره په اوږدوالي احاطوي دېوال به ولري، د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ د ۱۰۰ زره امريکايي ډالرو لګښت سره جوړېږي.

د پوهنې وزارت مشرتابه د همدغه سیمې د خلکو له خوا د ځمکې له ورکړې او د پوهنې په برخه کې د همکارو ادارو د مرستو له امله مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۱:۳۱
Background image

په ننگرهار ولایت کې د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ جوړ شو

د یو همکار بنسټ لخوا په ننګرهار ولایت کې «د ښوونې او روزنې مؤثره ودې » تر سرلیک لاندې درې ورځنی تعلیمي ورکشاپ پیل شو.
په یاد ورکشاپ کې د همدغه ولایت د شپږو ولسوالیو ۱۲۶ تنه مدیران او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۱:۲۶
Background image

د غزني ولایت په خواجه‌عمري ولسوالۍ کې د محمدیه دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت په خواجه‌عمري ولسوالۍ کې د محمدیه دیني مدرسې نوې ودانۍ چې د جوړولو کارونه یې څو میاشتې مخکې د یو خیریه بنسټ په همکارۍ پیل شوي وو، اوس بشپړ او د پوهنې مسئولینو، علما‌‌ءکرامو. . .

BACK TO NEWS