په سیداباد ولسوالۍ کې د پوهنې آمریت په نوښت ۱۵۸ ښوونکو ته روغتیايي سیمینار پیل شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۴ - ۱۲:۱
په سیداباد ولسوالۍ کې د پوهنې آمریت په نوښت ۱۵۸ ښوونکو ته روغتیايي سیمینا پیل شو

سیمینار ته د یادې ولسوالۍ پوهنې آمر مولوي وزیر احمد له ښوونکو‌ سره په خبرو کې پر پاکوالي او نظافت خبرې وکړې، دا يې د ایمان ارزښتمنه برخه وګڼله‌.
آمر مولوی وزیر له ښوونکو غوښتنه وکړه چې د پاکوالي او لاس مینځلو اړوند زده کوونکو ته بشپړ پوهاوی ورکړي او د هغوی نظافت وڅاري.
نوموړي له ښوونکو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې دې خپله توجه لا ډېره کړي؛ تر څو د ناپاکۍ له بدو پايلو په امان وي.
همدارنګه د ښوونځیو له مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، چې د چاپېريال په پاکوالي او د څښاک پاکو اوبو په برابرولو کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS